Duration 5:20

فلک ناز: د زوی سینه مې په ګولو غلبیل غلبیل وه 中國

421 watched
0
6
Published 17 Dec 2021

پر ارمي پبلک سکول په حمله کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور وايي، د یو زوی په "سینه کې یې هېڅ ځای سلامت نه وو." فلک ناز په حمله کې د وژل شویو د اووم تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د هغې پېښې په اړه سمې پلټنې و نه شوې. خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په حمله کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ول. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه. په برید کې د وژل شویو دوو وروڼو سیف الله او نور الله دراني له مور سره ویډیويي مرکه وګورئ.

Category

Show more

Comments - 0